په فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یوه سړي خپله ۲۲ کلنه امیندواره مېرمن او دوه کلنه لور د تومانچې په ډزو وژلي دي.
سرچينې پنجشنبه رسنیو ته وویل، چې دا پېښه د قيصار ولسوالۍ په «قهشقر» کلي کې شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه سړى محمد داوود نومېږي او د چهلګزي ولسوالۍ د «سنجدک» کلي اصلي اوسېدونکى دى.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په هرات ولایت کې هم یوه ځوان خپله مور وژلې وه.
شنونکي وايي چې په هېواد د طالبانو له حاکمیت سره په هېواد کې د فقر او بېکارۍ له امله کورنی تاوتریخوالی په خپل اوج کې قرار لري.