افغانستانخبرونه

پاکستاني طالبانو په پکتيکا کې د دوی پر مرکزونو د بريدونو ادعا رد کړې.

کابل (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستاني طالبانو نشراتي ادرس (عمر میډیا) مسؤل قاري منیب يوه ویډیويي مرکه کې د پاکستان د پوځ هغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې الوتکو د دوی مرکزونه او د نشراتو مرکز په نښه کړی دی.

قاري منيب په خپور کړي ويډيويي کليپ کې وايي چې موږ د پاکستان په داخل کې يو او د عمرميډيا د مشر او د نورو پاکستاني طالبانو د وژنې خبر يې رد کړی دی.

نوموږي ويلي چې پاکستاني هوايي بريدونو کې په پکتيکا کې عام افغانان وژل شوي دي چې دوی يې پر دغه مظلومانه وژنه خواشيني دي.

د پاکستاني طالبانو د دغه رسنيز ادرس مشر ويلي چې دوی به په پاکستان کې د ټولو هغو بېګناه وګړو د وژنې کسات له پاکستان پوځ نه اخلي چې د دوی په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې وژل شوي.

تېره شپه د پکتيکا او خوست پر دوو سيمو له پاکستاني هوايي بمبار وروسته د افغانستان طالبانو د پاکستاني ځواکونو اعلاميې سره چې پکې ادعا شوې وه چې د ټي‌ټي‌پي پر مهمو مرکزونو يې بمبار کړی په يوه وخت اعلاميه خپره او ويلي يې وو چې په دغو بريدونو کې وزيرستاني مهاجرين وژل شوي.