افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو ازاد شوي نور ۴۴ افغانان هم هېواد ته راستانه شول

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ازاد شوي ۴۴ افغان بندیان له ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت وايي، دغه کسان د تورخم او سپین بولدک دروازو له لارې هېواد ته را ولېږدول شول.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله له ۲ میاشتو څخه تر یو کال پورې بندیان وو او له خوشي کیدو وروسته بیرته خپل هیواد ته را ستانه شول، چې د همکارو موسساتو له لوري ور سره بشري مرستې وشوې.