
کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د غور په منار جام سیمه کې یې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت یو هوټل او مېلمستون چارې بشپړې کړي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هوټل او مېلمستون د دغه وزارت د پراختيايي بوديجې په لګښت جوړ شوی دی.
طالبانو ویلي، د روان کال تر پایه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دغه ډول هوټلونه او مېلمستونونه جوړ کړي.
د یادونې ده چې په دیری ولایتونو کې د سیلانيانو د اوسېدو لپاره مناسب ځايونو شتون نه درلود او طالبانو اوس هڅې پيل کړي چې دغه ستونزې هوارې کړي.