
کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت مسوولین وايي، کونړ ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال يو ماشوم د انسان تښتونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن د شنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د کونړ د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په چپې درې ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال يو ماشوم له انسان تښتونکو ژغورلی دی.
هغه زیاته کړه: «دا ماشوم چې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې تښتول شوی و، د یو لړ ځانګړو عملیاتو په مهال د دغه ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيدا او بیرته خپلې کورنۍ ته وروسپارل شو.»
دی وایي، د دغې قضیې په تړاو يو کس نيول شوی دی.