په سوریه کې د بشار الاسد د نظام تر ړنګېدو وروسته د تحریر الشام وسله والې ډلې مشر ابو محمد الجولاني ويلي تر هغې چې واک دوی او د دوی ایتلافي حکومت ته لېږدول کېږي، د سوریې د حکومتي بنسټونو رهبري به لومړی وزیر محمد قاضي الجلالي کوي.
هغه د يو بیان په ترڅ کې د بشار الاسد د رژيم د ړنګېدو او واک ته د اسد د مخالفینو د رسېدو اعلان وکړ او دغه ډاډ يې هم ورکړ.
هغه ويلي ټولې وسله والې ډلې دمشق ته داخل شوي او پر وسله والو يې غږ کړی چې د خوښۍ هوايي ډزې دې نه کوي.
د سوریې د جمهوري رياست ګارډ او د دفاع وزارت ساتونکو هم ځايونه وسله والو ته پرېښي دي.