افغانستانخبرونه

چین په افغانستان کې له ۱۷۵ زره کسانو سره ژمنۍ مرستې کوي

چین په افغانستان کې د ژمي له را رسېدو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته د ژمنيو مرستو بستې سپارلي چې ۱۷۵ زره افغانانو ته به يې ګټه ورسېږي.

په دغو بستو کې کمپلې، د اشپزخانې وسایل، د اوبو بوشکې او پلاستیکي ترپالونه موجود دي چې بې ځايه شويو کورنیو ته به ورکړل شي.

په افغانستان کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال وايي چې دغه مرستې د چين سفارت لخوا دوی ته ورکړل شوې، ۲۷زره او ۵۰۰ کورنيو ته ورکول کېږي چې ګټه به ترې ۱۷۵ زره کسان واخلي.

هغه زیاته کړه، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدل افغانستان کې يو لویه ننګونه ده او پیل شوی سوړ ژمی به دغو کورنيو ته ډېر ګران تمام شي خو بشردوستانه مرستې کولی شي چې دا کورنۍ په ژمي کې له ستونزو وژغوري.

په تېرو درېيو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغان کډوالې کورنۍ په زوره راویستل شوي چې اوسمهال په ډېر بد اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي.