مجاهدین یوازې جګړې ګټي، یوازې جګړې!!!
ليکوال: ډاکټر یارمحمد ترهکی
د سوریی د هيئة تحرير الشام د بریاليو جګړه یزو عملیاتو په درشل کې نوی روایت د تقویت کیدو په حال کې دی.
مجاهدین د یهودو او نصاراو په مرسته د خپل جهاد د بریالیتوب لپاره پر مخ روان دي، خو په دې لاره کې نه د یهودو تخنيکي مرستې او نه د نصاراو مدیريتي او مالي مرستې د دغه جهاد بریالیتوب تظمینوي.
د دغه جهاد بریالیتوب یوازې او یوازې د ځوانو مسلمانانو د عقیدتي او ديني باورونو نتیجه ده. ځکه چې پر میدان د دوی وينې تويېږي او په بمونو د دوی غوښې پاشل کېږي. یهود او نصارا ټول په خپلو کورونو او دفترونو کې د دوی د جهاد ننداره کوي.
د جهادي مبارزو لړۍ زمونږ په دوران کې د افغانستان څخه پیل شوه او هغه هیوادونه يې ونیول چې نن د ویجاړو هیوادونو په نوم یادېږي.
افغانستان، ایران، عراق، سوریه، لیبیا، تونس، سوډان، سومالیه، یمن او پاکستان د جهادي ایدیولوژي د بریا ښه مثالونه دي.
هلته چې جهادي حرکتونه ځپل شوي:
د یوې لنډې څېړنې وروسته په یاد راغلل چې د بریالي جهاد څو نور مثالونه هم شته چې هغه په خپل وخت کې بیرته پر شا تمبول شوي دي او دغه هیوادونه بیرته د خپل عادي پرمختګ لور ته رااوښتي دي.
په ۱۹۹۲ کې تاجکستان کې د سید عبدالله نوري او اکبر توره جان زاده په مشری د شوروي پلوه رژیم نسکوریدو ته نژدې کړ او د افغان اسلامي جمیعت له خوا يې مرسته کیدله. خو ډیر ژر جهادي غورځنګ پر شا کړای شو او د یوې موافقې له مخې يې جګړه ودروله. د تاجکي مهاجرینو ژوند په افغانستان کې او د دوی د ځوانو نجونو او هلکانو څخه د جنسي ګټې اخيستنې کيسې تر دوشنبې رسېدلې وې. د مجاهدینو له خوا د موافقې مهم دلیل د افغانستان په شمال کې د تاجک مهاجرینو ژوند ژغورل و.
چچین کې هم یو لوی غوبل جوړ شو. جهار دودایف (Dzhokhar Dudayev ) شامیل بسایفِ ( Shamil Basaev) ابوعمر، او اسلان مسخدوف د اسلامي چیچن د جوړیدو تکل وکړ چې دغه جهاد تر سره و نه رسید. اوس د ګروزني ښار کې بسیا ژوند او خدمتونه روان دی.
په ازبکستان، ترکيې، اندونیزیا، او مصر کې هم ورته هڅې وشوې خو بري ته و نه رسیدلې.
د بريا په صورت کې د سولې ټينګښت که تباهي؟
اوس راغلو دې ته چې چيرته جهادی فکر او مبارزه بریالۍ شوې ده او هلته یو شرعي نظام حاکم شوی دی؛ آیا مجاهدین د سولې په وخت کې هم همداسې بریالي او کامیابه دي؟
آیا وروسته له دې چې د دوی د ځوانانو وينې پر میدانونو وبهیږي، د دوی میندې د خپلو ځوانو زامنو په شهادت د خوشحالۍ نکریزې پر لاسونو کیږدي، د دوی د تنکيو ځوانانو غوښې په استشهادي حملو کې په ونو راوځړیږي، د دې بریا او کامیابي حاضره ګټه دوی او د دوی هیوادونو او خلکو ته څه ده؟
زه نه غواړم په هغه بله دنیا کې د دغو مبارزو پر عوضونو خبرې وکړم ځکه دا په ديني کتابونو او روایتونو کې ډير ښه تشریح شوي دي.
پوښتنه داده چې د مختلفو ډلو او تنظیمونو مجاهدینو کردار او عملونه وروسته له دې چې يې قدرت لاس ته ورغلی وي او د خلکو سرنوشت پوره د دوی لاس ته لوېدلی وي؛ دوی هېواد او ټولنه کومې خوا ته بېولي دي؟
راځئ یو لنډ پس منظر وکړو:
عراق کې اسلامي خلافت راغی. څوک يې مخې ته و نه دریدل. په ډير لږ وخت کې يې د خلکو لوڼې کنیزې کړې او په زوره يې ودونه ورسره وکړل. دوی د نورو هیوادونو او مخالفو ډلو ښځې خپل غنیمت وګڼلې. حتا ځينې بهرنۍ اروپايي ښځې چې عراق ته د داعش د مرستې لپاره تللې وې له هغو څخه يې جنسي ګټې پورته کړې. د خلکو په مینځ کې ویره، د اوبو، برق او تنخواه نه شتون او د روغتونونو ویجاړیدل عام شول.
بیا راځو لیبیا ته؛ چې د مجاهدینو د بریالیتوب وروسته په دریو ټوټو وویشل شوه. خلیفه هفتار (د لیبیا عبدالرشید دوستم) یوې خوا ته، نوري ابوسهمیان، عمر الهاسي، عبدالله الثاني او د سلو په شاوخوا قوماندانانو په مینځ کې لکه غويي سره وشلېده چې تر اوسه په حال نه ده راغلې.
بیا راځو افغانستان ته؛ چې مجاهدین دا دی دوه دیرش کاله په قدرت کې دي. دوی وو چې د لومړي ځل لپاره يې په عام محضر کې په دُرو وهل او په دار راځړول په ۱۹۹۲ کې رواج کړل. دوی وو چې د ښځو وهل، د خلکو پر شتو تیری کول او د خلکو ملکیتونه نیول يې رواج کړل. د لویو مجاهدینو په وخت کې هم هغه وشول چې بیا په ۲۰۱۵ کې په عراق کې وشول. د اوبو بندیدل، د برق نه شتون، د تنخواه ګانو بندیدل، د دولتي خدموتونو نه شتون او د بد کاره ګي، بچه بازي، په دریم او څلورم وار ودونه کول، چرس او د لنډه غرۍ بانډارونو زور اخیستل د ورځې په موډ بدل شول.
د طالبانو د لومړۍ دورې په ترڅ کې داسې ډاکتر نه و چې د لاس او یا ګوتو پرې کولو یوه یا څو عمليې يې نه وې ترسره کړې. دا که مجاهدین استادان وو که طالبان؛ دوی په دې دوه دیرشو کلونو کې داسې یو کار ونه کړ، چې د هغو ځوانو شهیدانو روح دې پرې تازه شوی وي. په یوه غږ د ټولنې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره هیڅ لاسته راوړنه يې نه درلودله. په حقیقت کې دوی د دنیوي طبيعي او ټولنیزو علومو سره اصلاً مينه نه لري او هغه بېځايه ګڼي.
که همداسې پسې ولاړ شو ایران او پاکستان ته؛ نو دغه دوه هیوادونه د ډيرو بشري او طبيعي منابعو سره سره د شا پر خوا روان دي ځکه دغلته جهادي او ولايتي فکر حاکم دي.
د دې پر وړاندې هلته چې جهادي فکر او مبارزه نه ده بریالۍ شوې، هلته نه یوازې ژوند د پرمختگ په حال کې دی بلکه ورځ تر بلې رژيمونه هم وده کوي او د خلکو په سوکالۍ کې هم بدلون راځي. ښه مثالونه يې تاجکستان، اذربایجان، ازبکستان، مصر، تونس او اندونیزیا دي.
اوس نو که دغو دليلونو ته يو رغنده نظر واړوو نو لیدلی شو چې د جهاد فکر او هوډ یوازې تر هغه وخت کار کوي چې پر غليم بریالی شي. د برياليتوب څخه وروسته چې جهاد ختم شي نو هیواد او خلک سپېرې بیدیا ته ودرېږي چې نه پکې یو نوی فکر وي او نه د بدلون کومه برنامه. نتیجه دا شي چې هېواد په خپله پر شا تګ ته روانېږي.
د دې ليکنې پاتې برخه مې نن سهار هغه وخت ولیکله چې د دمشق ښار د مجاهدينو د مختلفو ډلو لاس ته ورغی.
هغه هیواد چې ښارونه او کوڅې يې د مينې او خندا څخه ډکې وې؛ هغه هیواد چې د موسيقۍ او معمارۍ زانګو وه او هغه هیواد چې د مډرنيټي او ټوريزم مركز و. آیا ډیر ژر به د فتواګانو او محدودیتونو په هدیره بدل شي او که به د نورو هیوادونو څخه درس واخلي.
آیا ډیر ژر به هلته لاسونه او گوتې پرې کیږي، ډیر ژر به هلته د امويانو او عباسيانو سلطه پیل کیږي او د شام د دوروز (Duruz ) او علوي نجونو غنیمت به عام کیږي او که به د سوريې د ښکلي هیواد د خلکو نوی چوپړ پیل کېږي.
ډیره هیله لرم چې دا ځل د افغانستان، عراق، ليبيا او يمن کيسه دلته تکرار نه شي. سوریه د بشري فرهنگ، اسلامي تمدن د تعادل (Moderation) ، د لويديځ او ختيځ د دروازې حیثیت لري. دا هیواد باید آباد شي او د جگړو او جهادونو زخمونه يې بیرته مرمت شي.
سوریه (شام) پر مونږ ګرانه ده.