د طالبانو د مهمو غړو وژل؛ داعش څنګه له کلکو امنيتي تدابیرو ځان موخې ته رسوي؟
د اسلامي خلافت يا داعش د خراسان څانګې له لوري د طالبانو په درې نیم کلنه واکمنۍ کې د عامه ځايونو، جوماتونو، ښوونځيو، د شیعه ګانو په نښه کولو سربېره د طالبانو د ډلې ډېرې مهمې څېرې هم له صحنې لرې کړي دي.
خلیل الرحمن حقاني، عبدالرحیم حقاني، داود مزمل، حمله الله مخلص، عبدالحق ابو عمر، صفي الله صمیم، مجیب الرحمن انصاري او معزالدین احمدي د طالبانو د لیکو هغه مهمې څېرې دي چې واک ته د دغې ډلې له رسېدو وروسته د داعش د خراسان څانګې له لوري وژل شوي دي.
د جوماتونو او ښوونځيو په ګډون داعش وسله والې ډلې عمومي ځايونه په نښه کړي، هغه شان چې د طالبانو په ګډون به نورو وسله والو ډلو په نښه کولې او د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال طالبانو دا کړنه ډېره ترسره کړې ده. خو دا چې طالبانو خپله دا ډول بریدونه کړي او اوس په دغه برخه کې ښه تجربه هم لري، خو بیا هم داعش وسله وال توانېږي چې له کلکو امنیتي تدابیرو او امنيتي چیک پاینټونو تېر شي، طالبان دوکه کړي او پرې لکه د خلیل حقاني مرګونی برید ترسره کړي.
طالب وسله والو کلونه د تېر نظام او په افغانستان کې د امریکايي او ایتلاف ځواکونو پر وړاندې جګړه کې له بېلابېلو مرګونو بریدونو او تکتیکونو کار اخېستی خو داعش وسله واله ډله بیا د طالبانو پر وړاندې بریدونو کې له جلا سبک څخه کار اخلي.
خلیل الرحمن حقاني – کابل
د طالبانو په درې نیم کلنه واکمنۍ کې د دغې ډلې د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني چې د طالبانو د کابینې مهم غړی او د طالبانو با نفوذه شخصیت و، د داعش وسله والې ډلې په يوه غولوونکې حمله کې ووژل شو.
نوموړی د تېرې چهار شنبې په ورځ د ډېسمبر په ۱۱مه د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې د خپلو يو شمېر همکارانو په ګډون په يو ځانمرګي برید کې ووژل شو.
سرچینې وايي، خلیل الرحمن حقاني باندې هغه شخص ځانمرګی برید وکړ چې څو ځلې وړاندې هم د خپل کار په موخه وزارت ته ورغلی او له خلیل حقاني سره يې لیدلي وو.
په ټولنیزو شبکو کې د دغه شخص انځورونه لیدل کېږي چې ياد شخص له امنيتي تالاشيو او د سکېن له ماشین هم تېرېږي او ځان د خلیل الرحمن حقاني دفتر او د وزارت په انګړ کې جومات ته رسوي.
مولوي داوود مزمل؛ بلخ
مولوي داود مزمل چې د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله ته له نږدې کسانو څخه و، چې واک ته د دغې ډلې له رسېدو وړاندې يې له داعش ډلې سره د افغانستان په ختیځ کې سختې جګړې هم کړې وې.
هغه وروسته له اوو میاشتو چې د بلخ ولایت د والي په توګه يې دنده ترسره کړه، د داعش ډلې د يو ځانمرګي له لوري ووژل شو.
د سرچینو د معلوماتو او د امنيتي کېمرو تصويرونه ښکاره کوي چې دغه بریدګر هم تر برید څو ځلې وړاندې ځان داود مزمل ته په دې بهانه ځان رسولی و چې حقوقي قضیه لري او بل ځای یې کار نه خلاصېږي. د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۹مه د پنجشنبه ورځ وه، کله چې داود مزمل د خپل کار دفتر ته داخلېږي، يو کس چې عریضه او نورې ورقې ورسره په لاس وي، ځان د مزمل څنګ ته نږدې کوي، خپلو چاوېدونکو توکو ته چاودنه ورکوي او د مولوي داود مزمل په ګډون ۱۵ کسان وژني.
د هغه له وژل کېدو وروسته يوسف وفا د ملا هیبت الله له لوري د بلخ د والي په توګه وټاکل شو، نوموړی هم ملا هیبت الله ته نږدې شخص دی.
شيخ رحیم الله حقاني؛ د طالبانو د مفکورې استاد
رحیم الله حقاني چې په پاکستان کې يې يو شمېر دیني او جهادي مدرسې هم جوړې کړې وې، د طالبانو د ايډيالوژۍ ستر لارښود او دغه ډله کې له تاثير لرونکو څېرو يو هغه و.
هغه په پاکستان کې هم د داعش د څو بریدونو ښکار شو، خو له دغو بریدونو روغ وتلی و. رحیم الله حقاني چې د (جامعه محمدیه) دیني او جهادي مدرسې بنسټګر و، پر کابل د طالبانو له واکمېدو وړاندې يې دا مدرسه په پېښور کې اداره کوله خو د تېر جمهوري نظام له سقوط ورورسته رحیم الله حقاني د دغې مدرسې دوه څانګې يوه په کابل او بله په ننګرهار کې پرانېستې او شاوخوا څلور زره کسانو ته يې د دیني او جهادي زده کړو ورکړه پيل کړه.
شیخ رحیم الله حقاني چې د ډېرو طالبانو استاد پاتې شوی، د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۱۱مه په کابل کې په خپله مدرسه کې د وينا پرمهال پرې ځانمرګی برید وشو او ووژل شو.
عیني شاهدان وايي، بریدګر يو معلول شخص و چې په ویلچیر (د معلولینو بایسکل) کې ناست او ځان يې د حقاني څنګ ته ور رسولی و.
شیخ رحیم الله حقاني چې د خپلو پلويانو له لوري تر کلک امنيتي کنټرول لاندې و، خو د داعش ډلې د بریدونو سبک جلا دی او ځانمرګي په يو نوي تکتیک ځان د رحیم الله حقاني خواته رسولی و.
مولوي عبدالحق ابو عمر؛ بدخشان
د ۲۰۲۲ کال د ډېسمبر ۲۶مه نېټه وه چې د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار کې د امنیه قوماندانۍ سره نږدې پر مولوي عبدالحق ابو عمر باندې برید وشو او دغه د بدخشان امنیه قوماندان په کې له خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شو.
مولوي عبدالحق ابو عمر د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ له روحانیونو څخه و، په ۲۰۱۵ کال کې کله چې طالبانو دغه ولسوالي ونيولی، نوموړی هم د طالبانو لیکو سره يوځای شو او په همدغې ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي مسوول وټاکل شو چې د تېر جمهوري نظام تر سقوطه يې دا دنده ترسره کړه.
هغه له کوره د کار ځای (امنیه قوماندانۍ) ته پر لاره و چې يو موټر بم پرې وشو او ووژل شو.
مولوي مجیب الرحمن انصاري، هرات
مولوي انصاري چې د طالبانو يو مهم مبلغ او طرفدار په توګه معرفي شوی و، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په دومه هغه مهال چې د هرات په ګذرګاه جامع جومات کې يې د جمعې ورځې لمونځ ادا کولو ووژل شو.
نوموړی له هغې وروسته ووژل شو چې په کابل کې د ملا هیبت الله په مشرۍ د دغې ډلې د غړو او روحانیونو په لویه غونډه کې يې د داعش د نوم په يادولو وویل، هر هغه څوک چې د طالبانو مخالفت کوي، باید ووژل شي.
عیني شاهدانو ويلي وو، ځانمرګي بریدګر ځان د مجيب الرحمن انصاري څنګ ته په دې پلمه رسولی و چې له نږدې خپلوانو څخه يې دی او د ديني زده کړو په موخه راغلی دی، کله چې د انصاري خواته ورځي، هغه د خلکو په منځ کې په غېږ کې نيسي او ځان ته چاودنه ورکوي.
د دغه برید مسولیت هم داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخېستی و.
معزالدین احمدي او صفیالله صمیم، بدخشان
مولوي معزالدین احمدي چې په بدخشان کې د طالبانو مرستیال والي او صفي الله صمیم چې په بغلان کې د طالبانو امنیه قوماندان و، د ۲۰۲۳ کال د جون په نهمه او لسمه ووژل شول. مولوي معزالدین چې کار ته پر لاره و، موټر بم پر وشو او له خپلو ساتونکو سره ووژل شو، پر دا سبا يې صفي الله صمیم چې د بغلان امنیه قوماندان و او د په بدخشان کې د طالبانو له مهمو اشخاصو څخه و، د مولوي احمدي په فاتحه کې پرې د فیض اباد ښار په نبوي جومات کې ځانمرګی برید وشو او ووژل شو. د داعش د خراسان څانګې د دغو دواړو بریدونو مسولیت پر غاړه اخېستی و.
د جمهوري ریاست فاتح؛ د داعش له لوري د طالبانو لومړنی وژل شوی، کابل
وروسته له هغې چې جمهوري نظام ړنګ شو او لومړنی طالب چې ارګ يې ونيوه او د خپل حکومت اعلان يې وکړ، مولوي حمد الله مخلص و چې دا هم په کابل کې د داعش وسله والو سره په جګړه کې ووژل شو.
د ۲۰۲۱ کال د نومبر په دویمه د داعش د خراسان څانګې له لوري د کابل په سردار داود خان روغتون باندې برید وشو، مولوي مخلص د جګړې د مهار لپاره سيمې ته ورغلی و چې ځانمرګی پرې وشو او د هغ په ګډون په کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
مولوي حمد الله مخلص د حقاني شبکې له مهمو قوماندانو و او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه لومړنی طالب قوماندان و چې ارګ ته ننوت او د اشرف غني په چوکۍ کېناست او د خپل حکومت اعلان يې وکړ.