افغانستانخبرونه

د کابل- غور لویه لار د ترافیکو پرمخ بېرته خلاصه شوه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزات مسوولانو د کابل-غور لویې لارې د خلاصېدو خبر ورکړی.

د یاد وزارت لپاره طالب ویاند محمد اشرف حق شناس وایې، د کابل-غور لویه لاره چې تېره شپه د درنو واورو له ورېدو او سختو توپانونو له امله تړل شوې وه، نن(دوشنبه،۲۶د لېندۍ)ماسپښین یوه بجه د تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.

له دې یوه ورځ مخکې د هرات-تورغونډۍ لویه لاره هم د واورې ورېدو له کبله تړل شوې، خو د طالبانو ټولګټو چارو وزارت یې د خلاصون قه اړه څه نه دي ویلي.