خبرونهنړۍ

په سوريه کې د جګړو له امله تړل شوي د نجونو ښوونځي بيرته پرانېستل شول

د ابو محمد الجولاني په مشرۍ د وسله والو ډلو ټلوالې واک ته د رسېدو په هماغه لومړۍ ورځ ژمنه وکړه، چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه به پرانېستل شي.

امريکا، ترکيې او يو شمېر نورو هېوادونو له کلونو ځنډ وروسته دمشق کې خپل سفارتونه پرانیستل او پر سوريې د لويديځ او متحدينو له لوري د مرستو باران روان دی.

تازه له دې هېواده خبرونه دا دي، يو په بل پسې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه د پرانېستل کېدو په حالت کې دي او زرګونه سوريايان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.