د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وايي ډېر داسې علایم شته چې ښيي د طالبانو د کورنیو چارو اوسنی وزیر سراج الدین حقاني به د افغانستان لپاره په احمد الجولاني بدل شي.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي «ډېر شمېر علایم ښيي چې په مناسب وخت کې به خلیفه سراج الدین حقاني په لږ توپير د افغانستان په احمد الشرع/ احمد جولاني بدل کړي.»
نبیل وايي د طالبانو د کندهار په حلقې کې د ایران نفوذ او هلته انحصارګرایانه پرېکړو د سیمې او له سیمې بهر ځينې قدرتونه اندېښمن کړي دي.
هغه همدارنګه زیاته کړې چې افغانستان خپل پخوانی سُنتي موقف بایللی او اوس یې وضعیت زیاتره د سیمې او ګاونډ په بدلونونو پورې اړه لری.
کارپوهان په طالبانو کې د حقاني شبکې او کندهار ترمنځ د اختلافاتو اټکل کوي، خو ملا برادر دوه ورځې وړاندې د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې دا آوازې رد کړې.
بل خوا سراج الدین حقاني زیاتره وخت ټينګار کوي چې حکومت باید انحصاري بڼه ونه لري.