د طالبانو د امر بالمعروف وزارت لخوا د رسنيو مسوولينو سره کتنو کې د بنديزونو په لړ کې يو دا و، چې نور به ټلويزونونو او راډيوګانو کې کوميډي خپرونې نه خپرېږي.
کوميډي خپرونې د ديني اوامرو خلاف عمل بلل شوی او سمدستي په کابل او يو شمېر ولايتونو کې ځينو خصوصي ټلويزيونونو دغه تفريحي خپرونې بندې کړې دي.
شنونکي وايي چې د دغه ډول خپرونو له بندېدلو سره نه يوازې دا چې سلګونه خلک بې روزګاره کېږي، بلکې د ميليونونه کتونکو د تفريح يوه بله کړکۍ هم تړل کېږي چې له دې سره به افراطيت ته نوره هم زمينه سازي وشي.
د امر بالمعروف لخوا پر رسنيو يو بل بنديز بيا د خپرونو او خبرونو په وقفه کې د موسيقۍ بګراونډ لرونکو اعلاناتو او د موسيقۍ لرونکو زيګنالونو بندول دي.