خبرونهنړۍ

پاکستان کې ۵ کلن ماشوم تر جنسي تیرې وروسته وژل شوی

راپورونه وايي، د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصل اباد ښار هغه درې کسان نيولي چې يو ماشوم يې له جنسي تيري وروسته وژلی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، دا پېښه د فیصل اباد په تاندلیانواله تحصیل سیمه کې در ورځې وړاندې شوې ده چې د ماشوم عمر پنځه کاله ښودل شوی دی.

دغه قضیه چې درې ورځې وړاندې ترسره شوې، پولیسو یې په اړه درې تنه نیولي، چې ترې څېړنې جریان لري.

پولیس وایي، یاد ماشوم باندې لومړی جنسي تیری شوی وو، وروسته وژل شوی وو، چې مړه یې یې د عاملینو له لورې په پټو کې غورځول شوی و.