لوبې

رحمن الله ګربز: ژر به خپلو لوبو ته بېرته را وگرځم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکي رحمن الله ګربز پخپل فیس بوک پاڼه د انځور په خپرولو سره ویلي، چې د ډآکټر په لارښوونه به درې اونۍ استحراحت وکړي او ټپ یې د اندېښنې وړ ندی.

هغه زیاته کړې، له څه مودې راهیسې د پښې عضلې درد یې محسوساوه، چې له امله یې درملنې ته اړ شو، خو تر درې اونۍ استراحت وروسته به خپلو لوبو ته را وګرځي.
د یادونې وړده، چې رحمن الله ګربز د زیمبابوې خلاف له یوه ورځنیو لوبو څخه د پښې عضلې د اوښتو له امله بهر کړای شوی دی.