د امریکا د متحده ایالتونو د خزانې او مالیې وزارت پرون د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې واشنګټن د ایران او په یمن کې د ایران تر ملاتړ برخمنې د حوثي وسله والې ډلې په غړو او اړوند بنسټونو باندې نوي بندیزونه ولګول.
یاد وزارت وايي، يو شمېر وګړي، بنسټونه او کښتۍ په دغو تازه بندیزونو کې شامل دي.
د يادولو وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د ایران د بې پېلوټه الوتکو او توغندیز سيسټم جوړولو پروګرام کې له دغه هېواد سره پر مرسته کوونکو هم بندیزونه ولګول.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیز سیسټم رامنځته کول په سیمه او ځانګړي توګه منځني ختيځ کې د ناامنۍ لامل په ګوته کړ او هغه يې د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړی هېواد اعلان کړ.