افغانستانخبرونه

ریچارډ بېنټ: په افغان نجونو کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوي

د افغانستان لپاره د بشر حقونو د نړۍوال سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي، د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د تړل کېدو له امله د افغان نجونو د ځان وژنې پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی.

نوموړي د Education Cannot Wait ویبپاڼې سره په يوې ځانګړې مرکه کې دا څرګندونې کړې دي.

هغه زیاته کړې:”هغوی ګوري چې په بشپړ ډول په کورونو کې محدودې شوې، له زده کړو محرومې شوې، چې دغه چاره په کم عمرۍ کې د ډېرو نجونو د ودولو سبب کېږي، هغوی له ژور خپګان سره مخ کوي او پايله يې د ځان وژنې هڅه ده چې ډېر کله په دغه هڅه کې بریالۍ کېږي.”

دی وايي، ځان زورونه، ځان وژنه او د ځان وژنې هڅه په افغان نجونو کې د پام وړ ډېره شوې ده.

ریچارډ بېنټ دغه راز له کار څخه د ښځو د مخنيوي په اړه ويلي:”که د يوې ټولنې نیمايي وګړي کار ونه کړي، د خپل هېواد اقتصادي پرمختګ کې برخه نه شي اخېستی او ټولنه د پرمختګ وړتیا نه لري.”

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته له رسېدو سره سم نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونو ورتګ څخه منع کړې او تازه يې درې اوونۍ وړاندې پرې د روغتیا په برخه کې د نیمه لوړو زده کړو دروازې هم ور وتړلې.

ریچارډ بینیټ د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګمارل شو. نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د بشري حقونو د څانګې د مشر په توګه په مختلفو صلاحیتونو کې څو ځلې په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده.

ریچارډ بېنټ تر دې مخکې په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین او ساتنې په برخه کې رول لوبولی او د بشري حقونو په یو شمیر مسلو لکه د ملکي وګړو ساتنه، انتقالي عدالت، د ماشومانو حقونه، د قانون حاکمیت، د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو په برخه کې یې د ملګرو ملتونو ملاتړ کړی دی. د بشري حقونو د مدافعینو او یو لړ اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو ساتنه