د امریکا متحده ایالتونه وايي، د پاکستان د بالستیک توغندیو د تولید د پروګرام له امله يې ځکه پر پاکستان تازه بندیزونه ولګول چې له دغو توغندیو څخه د اټومي سرګلولو د لېږد په برخه کې هم کار اخېستل کېدلی شي.
تازه بندیزونه د پاکستان د ملي پرمختيا کمپلېکس، د پاکستان حکومت دفاعي ادار چې د دغه پروګرام د پراختیا او څارنې مسوولیت لري او درېیو نورو شرکتونو باندې لګول شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټيو مېلر وايي دا بندیزونه اجرایوي حکم لري او هغه ادارې او اشخاص په نښه کوي چې ډله ييزې ویجاړۍ او وسلې خپروي.
بلخوا د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال جون فاینز اندېښنه ښودلې چې د پاکستان دغه تازه توغنديز سيسټم کولی شي چې په امریکا او جنوبي اسیا کې یوه موخه په نښه کړي او دغه راز هماغلته يوه اتومي سرګلوله هم ولېږدوي.
د پاکستان د ملي پرمختیا کمپلیکس د پاکستان د بالستیک توغندیو په تولید کې کلیدي رول لوبوي. دا کمپلیکس د شاهین سلسلې توغندیو د ډیزاین او پراختیا دنده په غاړه لري چې د اټومي سرګلولو وړتیا لري. د اټمي ساینس پوهانو د څېړنیزې موسسې د معلوماتو له مخې، د شاهین-۱ او شاهین-۲ په ګډون د شاهین لړۍ توغندي له ۷۵۰ تر ۲۵۰۰ کیلومتره واټن کې ځایونه په نښه کولای شي.