افغانستانخبرونه

عباس ستانکزي په کابل کې د قرغېزستان له سفير سره وکتل

راپورونه وايي، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د قرغېزستان هېواد له سفير سره کتلي او له هغه څخه يې په افغانستان کې د بېلابېلو برخو کې د مرستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کابل کې د قرغیزستان له سفير دانيار ژولچېف سره کتلي او د دواړو هېوادونو د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په اړه يې خبرې کړې دي.

ستانکزي په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ له پاره د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اړيکو پراختيا اړینه بللې ده.

ورته‌مهال ژولچېف د خپل هېواد له‌خوا د دوه اړخيزو اړيکو د لا پراختيا ليوالتيا څرګنده کړې او زياته کړې یې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د قرغزستان يو لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي.