د پخواني ولسمشر اشرف غني يو ساتونکی طالبانو وژلی او مېرمن يې برناحقه په تور نيول شوې
کابل ټيليګراف (د ليندۍ ۳۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
يوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وويل چې د طالبانو له لوري په کابل کې د پخواني ولسمشر اشرف غني د یو ساتونکي د وژنې په قضیه کې د هغې د مېرمنې نيول يوه دسیسه ده او ياد شخص خپله طالب وسله والو وژلی دی.
د تېرې یکشنبې په ماښام طالبانو د افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني یو پخوانی ساتونکی ډګروال رحمدل حنفي تر وژلو وروسته د هغه مېرمن له ځان سره بوولې.
يوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط کابل ټیلیګراف ته وويل چې دغه پخوانی سرتېری د وږي په ۲۵مه د يکشنبې په ماښام د کابل ښار په قل ابچکان سيمه کې طالبانو وواژه او مېرمن ترې بوتله.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو لس ورځې وړاندې غوښتل چې نوموړى ونيسي او څلور ځلې يې کور تلاشي کوی هم وو، خو په نيولو بريالي نه شول.
سرچینه زیاتوي، چې درې ورځې وړاندې تالبانو یو ځل بیا د ډګروال حنفي پر کور برید وکړ او د هغه له وژلو وروسته یې د هغه مېرمن ونیوله او نامعلوم ځای ته یې بوتله.
سرچينې زياته کړې، چې نوموړى د جمهوریت له ړنګېدو وروسته ايران ته تللى و، خو تېر کال په پنجشېر کې د طالبانو د پخواني والي قدرت الله اميني او د دې ډلې د سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي په ضمانت هېواد ته راستون شوی وو.
بلخوا د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ رسنيو ته ويلي چې ډګروال رحمدل حنفي په يوه جنايي قضیه کې وژل شوی او په تړاو يې د هغې مېرمن نيول شوې ده.