کابل ټيليګراف (د ليندۍ ۳۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
په هرات کې ځايي سرچینې وايي چې ناڅرګندو وسلهوالو په دغه ولایت کې یو ځوان وژلی دی.
سرچینو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه سهشنبه د لیندۍ پر ۲۷مه د هرات ښار یوولسمې ناحیې پورې اړوند سیمه کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، د دغې پېښې په پایله کې یو ۲۲ کلن ځوان وژل شوی او یو بل ټپي دی.
تر اوسه د هرات طالب چارواکو په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو سيمه ييز خلک وايي چې په هرات کې مرموزو وژنو د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.