کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د اقتصاد وزارت د اوچا ادارې هغه را پورونه رد کړل، چې په وینا یې، د بشري مرستو په برخه کې د طالبانو مداخلي زیاتې شوي دي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت په افغانستان کې د بشري مرستو د ویش په بهیر کې لاسوهنه رد کړه او ټینګار یې وکړ چې دغه مرستې د ملګرو ملتو د دفترونو له لارې نیغ په نیغه اړمنو ته رسیږي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) راپور ورکړی چې د روان کال په نومبر میاشت کې د مداخلې د ۱۶۴ قضیو څخه ۹۹ سلنه یې د طالبانو له خوا ترسره شوي.
دوی وایي، دغه مداخلې په افغانستان کې د بشري پروژو د ځنډېدو او بندېدو لامل شوې دي.