خبرونهنړۍ

بلینکن: پر افغان ښځو دې محدودیتونه لري شي

کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز) 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبان باید پر ښځو بندیزونه لرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر افغان ښځو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده او زیاته کړې، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د افغان ښځو او نجونو رول مهم دی.

هغه زیاته کړه: “مونږ له طالبانو غواړو چې دا فرمانونه سمدستي لغوه کړي.”

په همدې حال کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو څه باندې درې کاله تېرېږي.