افغانستانخبرونه

هلمند کې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز) 

چارواکي وایي، د کابل ـ هرات پر لویه لاره د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالباري راشد ویلي: دغه پېښه د سنګین ولسوالۍ په دور راهي سیمه کې رامنځته شوې، چې د پېښې ټپیان یې روغتون ته لیږدولي.

ویل کیږي، دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.