لوبې

افغانستان له شل اوریزو وروسته زیمبابوې څخه د یوه ورځنیو لوبو لوبلړ هم وګاټه

کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)

افغانستان په درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کې زیمبابوې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکولو سره وتوانیده چې له کوربه زیمبابوې څخه د شل اوریزو لوبو وروسته د یوه ورځنیو لوبو سریز هم دوه صفر وګټي.

په درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کې د زیمبابوې ټوله لوبډله په ۳۱م اور کې وسوزیده او افغانستان ته یې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر بهترینه توپ اچونه وکړه او ۵ لوبغاړي یې وسوزول، دغه راز راشد خان درې، فرید احمد ملک او عظمت الله عمرزي یو، یو لوبغاړی وسوزول.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکو د صدیق اتل په ۵۲ چټکو او د عبدالمالک په ۲۹ منډو کولو سره وتوانیدل چې زیمبابوې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړې او د درې یوه ورځنیو لوبو سریز دوه صفر پخپل نوم کړي.

 په دغه لوبه کې الله محمد غضنفر د ۵ ویکټو په اخیستو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.