خبرونهنړۍ

په دمشق کې د ایران د سفارت یو کارکوونکی وژل شوی دی

کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز) 

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقاي وایي، د سوریې په پلازمینه دمشق کې د دغه هېواد د سفارت یو سیمه ایز کارکوونکی د نوموړي په وینا په ترهګریز برید کې وژل شوی.

په هغه خبرپاڼه کې چې نن شنبه د یاد وزارت لخوا خپره شوې، ویل شوي، چې داود بې طرف په موټر ډزې شوي او په ترڅ کې نوموړی وژل شوی دی.

بقاي زياته کړه چې د بې طرف مړى په دې وروستيو ورځو کې کشف او پېژندل شوى او ايران ته لېږدول شوى دى.

ایران د خپل ډیپلومات وژل غندلي او د سوریې له حاکم نظام یې د عاملینو د پېژندلو، محاکمې او سزا غوښتنه کړې.