کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
راپورونه وايي، طالبانو د خپلو ځانمرګو بریدګرو په نوم باندې د کابل ښار د شهدای صالحین په هدیره کې قبرونه جوړ کړي دي او دغه قبرونه يې په مرمر ډبرو پوښلي او ډېر لګښت يې پرې کړی دی.
د انډېپنډنټ فارسي رسنۍ په يو څېړني راپور کې ادعا کړې چې د طالبانو له لوري د شهدای صالحین هدېرې ډېره برخه کې د هغو کسانو په نوم قبرونه جوړ شوي چې واک ته د دغې ډلې د رسېدو لپاره يې د تېر جمهوري نظام پر خلاف جګړه کې ځانمرګي بریدونه کړي دي.
دغې رسنۍ د خپلو سرچينو له قوله په راپور کې ويلي چې د دغې هدیرې ډېره برخه د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو له قبرونو ډکه ده چې طالبان يې د (فدایانو په هدیره) بولي. فدايي طالبان خپلو ځانمرګو ته د لقب په توګه کاروي.
خو دا رسنۍ وايي چې د تېر جمهوري نظام پرمهال چې اکثریت ځانمرګي بریدونه شوي قبرونه يې معلوم نه و.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په شهدای صالحین هدیره کې شاوخوا ۵۰۰ د طالبانو ځانمرګي بریدګر (د طالبانو په اصطلاح فدایان) دفن شوي دي.