خبرونهنړۍ

محمد الجولاني: د بشار الاسد د نظام مخالف وسله وال د سوریې په نوي پوځ کې مدغم کېږي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

د سوریې نوی رهبر او د تحریر شام ډلې مشر محمد الشرع (محمد الجولانی) وايي چې د بشار الاسد د نظام مخالف وسله وال د سوریې په نوي پوځ کې مدغم کوي.

د سوریې نوی اسلامي رهبر او د (نظامي عملیاتو د ادارې) لوی قوماندان احمد الشرع د بشار الاسد د نظام د راپرځوونکو ډلو له مشرانو سره په لیدنه کې د نوي پوځي نظام د رامنځته کولو په تړاو غونډه کې او د هغوې نظریات يې راټول کړي دي.

نوموړي په دې لیدنه کې ټينګار کړی چې دا ټولې وسله والې ډلې به د دفاع وزارت په چوکاټ کې د سوریې د نوي پوځ په نوم په يو نوي نظامي بنسټ کې مدغم شي.

بلخوا الجزیرې تلویزیون په يو راپور کې ويلي چې د بشار الاسد د رژيم پر وړاندې د جګړې قوماندان مرهف ابو قصره د احمد الشرع له لوري د سوریې د دفاع وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.