کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مرکز (سنټاکم) وايي چې د متحده ایالتونو د وسله وال پوځ يوه جنګي الوتکه د (داخلي اور) له امله په سره سمندر کې غرقه شوې خو پيلوټان يې دواړه ژغورل شوي دي.
د سنټاکم په وینا، په سره سمندر کې د امریکا د پوځ يوې نظامي کښتۍ په تېروتنې سره په (اف.ای-۱۸ هورنټ) جنګي الوتکې توغندیز برید کړی دی چې د الوتکې داخل کې اور لګېدلی دی.
د دغه مرکز په وينا تېره شپه دا پېښه رامنځته شوې، الوتکه غرقه شوې، دوو پيلوټانو يې ځانونه ترې خطا کړي چې يوازې د ډېر لږ ټپ سره ژوندي ژغورل شوي دي.
د امریکا پوځ وايي، د دغې پېښې څېړنه يې پيل کړې ده.