کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
راپورونه وايي، په خوست ولايت کې د تېر جمهوري نظام د ملاتړ صفري قطعاتو د کمپاين ځواک يو سرتېری په مرموز ډول وژل شوی چې کلیوال يې وايي، ځان وژنه يې کړې خو څو ځلې د طالبانو لخوا نيول شوی و، دقیقه نه ده چې اصل کیسه يې څه ده . کمپاین یا کي پي اف ځواکونه په خوست کې د صفري قطعاتو له ډلې و چې په ډېرو مجهزو وسلو او تجهیزاتو سمبال وو.
غزنی ولد ذکیم خان چې د سپېرې ولسوالۍ د سورکاح لاهوري کلي اوسېدونکی و، د جمهوریت له ړنګېدو وروسته په خپل کور کې پاتې شوی دی خو طالبانو څو ځلې نيولی او شکنجه کړی يې دی.
نوموړی په ځلونو د خپل کلیوالو او د کلي د مشرانو په ضمانت له ولسوالۍ لا خلاص وی او بیا د سپيناوي لپاره غوښتل شوی دی.
هغه د وروستي ځل لپاره بیا ولسوالۍ ته ورغوښتل شوی و خو نن سهار يې جسد پیدا شوی او کلیوال يې وايي چې ښايي د شکنجو د ډار له امله يې ځان وژنه کړې وي خو دقيق نه ده چې دا ځانوژنه ده او که وژل شوی دی.
که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوريت له سقوط وروسته د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده عمومي عفوه اعلان کړه خو په ټولو ولايتونو کې په تېرو درې نيمو کلونو کې سلګونه د پخواني پوځ سرتیري په يو او بل نوم وژل شوي او نيول شوي دي.