کابل ټیلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نور الله نوري او د دفاع وزارت يو پلاوی په پکتیکا کې د پاکستاني ځواکونو د هوايي برید د څېړلو په موخه نن سهار ياد ولایت ته لاړل.
سرچینې وايي، په دغه سفر کې به هلته د اوښتې مرګ ژوبلې زيانونو په تړاو د معلوماتو راټولولو سربېره دا هم په ډاګه کړي چې په قربانیانو کې وسله وال هم شته که ټول ملکي وګړي دي.
دوه شپې وړاندې پاکستاني ځواکونو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو هوايي بمبار وکړ چې طالبان وايي، د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۴۵ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
بلخوا د دغې پېښې ټپيان او د قربانیانو کورنۍ له نړيوالې ټولنې غواړي چې د پاکستان له لوري پر افغانانو د شویو ظلمونو پوښتنه دې وکړي.
پاکستاني چارواکو ويلي چې په دغه برید کې يې د پاکستاني طالبانو کمپونه په نښه کړي؛ خو پاکستاني طالبان (ټي.ټي.پي) وايي چې په دغه بریدونو کې دوی ته هېڅ زيان نه دی اوښتې.