خبرونهنړۍ

د افغانستان او ایران د کورنیو چارو وزارتونو اړیکې دې پیاوړي شي

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز) په افغانستان کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د ایران او افغانستان د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د اړیکو پرپیاوړتیا ټینګار کړی.

نوموړي پخپل ایکس پاڼه لیکلي: د ایران د کورنیو چارو وزیر سره یې لیده کاته کړي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان او ایران کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ اړیکې باید د ګاونډیتوب په اډانه کې لا پیاوړې شي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ایران سفارت خبر ورکړی، چې علي رضا بېکدیلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره هم لیدلي او ورسره یې خپل پلانونه شریک کړي.

که څه هم ایران د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، خو دواړو هېوادونه د ښه ګاونډیتوب په اډانه کې ډیپلوماتیکې اړیکي پالي.

ایران څه موده وړاندې علي رضا بیکدلي په افغانستان کې د خپل نوي سفر په توګه په دنده یې وګماره.