خبرونهنړۍ

غزه کې د اسرائیلو په هوایي برید کې ۵ خبریالان وژل شوي

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز) چارواکي وایي، په غزه کې د اسرائیلو په تازه هوایي برید کې د القدس په نوم د یوه ټلویزیون ۵ خبریالان وژل شوي دي.

فلسطیني چارواکو رسنیو ته ویلي: د اسرائیلو په دغه هوایي برید کې د یاد تلویزیون د خبریالانو موټر په نښه شوی دی، چې په ترڅ کې د ایمن الجادي، فیصل ابو القمسان، محمد الضا ، ابراهیم الشیخ علي او فادي حسونا په نومونو خبریالان وژل شوي.

دغه برید چې د اسرائیلو لخوا تائید شوی، ویل کیږي، خبریالان پخپل موټر کې د خوب پر مهال د برید ښکار ګرځیدلي.

د یادونې وړده، چې په غزې د اسرائیلو د بریدونو له پیل څخه تر دې دمه د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۴۱ تنه ښودل شوی دی.