کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز) د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، په ټول هېواد کې د ۷ میلیارده افغانیو په مالي لګښت په ۳۱۸ ولسوالیو کې د دولتي روغتونونو د جوړولو چارې پیل کړي.
د عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پروژې تیره ورځ د دغه وزارت د سرپرست نورجلال جلالي له لورې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې پیل شوې.
اعلامیه زیاتوي، د طالبانو د رهبر له لورې د یادو روغتونونو د جوړولو په موخه ۷ میلیارده بودیجه منظور شوې، چې په هر روغتون به له ۲۳ څخه تر ۳۷ میلیونو افغانیو پورې لګښت راشي.
د دغه وزارت د معلوماتو؛ د یادو روغتونونو څخه یې د پنځه مرکزونو د جوړولو تړونونه لاسلیک کړي او د پاتې نورو به هم ژر لاسلیک شي.
د یادونې وړده، د افغانستان خلک د نورو ستونزو ترڅنګ د غوره روغتیایي خدمتونو د نشتوالي له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.