نن په افغانستان د شوروي اتحاد د اشغال ۴۵مه کالیزه ده
کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز) نن پنجشنبه د جدي شپږمه، د پخواني شوروي اتحاد له لورې د افغانستان د اشغال له ۴۵مې کالیزې سره برابره ده.
د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د همدې ورځې په ماښام د شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان پوځي برید پیل کړ، چې له هماغه ورځې راهیسې د افغانستان په معاصر تاریخ کې دغه ورځ د تورې ورځې په نوم یاده شوې.
یادې ورځې څخه افغانان په داسې حال کې یادونه کوي، چې تازه پاکستان په پکتیکا ولایت کې د اشغال په ډول هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې تر پنځوسو زیات کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د طالبانو حکومت د دې ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان اشغال غندلی او د افغانانو د جهاد او سرښندنو ستاینه یې کړې ده.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د شوروي د سرو لښکرو له يرغل سره د افغانانو دين، ازادۍ، آبادۍ او ټولنيز امنيت په ګډون هر څه له ګواښ سره مخ شول، خو د افغانستان خلک د دغه يرغل پر وړاندې چپ پاتې نه شول، په یوالي او او یو غږ د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې را پورته شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې له ۹ کلونو وروسته په افغانستان کې د پخواني شوروي د ځواکونو ماتې ثابته کړه، چې ازادي او خپلواکي د افغانستان د خلکو لپاره ارزښت لري او دا خلک د خپلو عقایدو د دفاع لپاره هر څه ته چمتو دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم نن د جدې د شپږمې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې په پکتیکا کې د پاکستاني ځواکونو بمبارۍ ته په اشارې سره وویل، چې افغانان به په خپله خاوره او د افغانستان پر خاوره تېری هېر نه کړي.
هغه زیاته کړه: د پاکستان واکمنان باید محاسبه لرونکي پالیسي غوره کړي او له شوروي اتحاد، بریتانیې او متحده ایالاتو څخه یې زده کړي.
نږدې سل زره شوروي ځواکونه د ۱۳۵۸ کال د جدي د میاشتې په شپږمه په افغانستان یرغل وکړ او شاوخوا نهه کاله یې په دغه هېواد کې حضور درلود.
په دې جګړه کې په زرګونو شوروي پوځیانو ووژل شول او سلګونه زره افغانان د خپلې خاورې څخه د دفاع په لار کې خپل ځانونه قرباني کړل.
شوروي ځواکونه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له نهو کلونو جګړو او له ناکامۍ وروسته د پخواني شوروي اتحاد د وروستي مشر میخایل ګورباچوف په دوره کې د جنیوا د یوې هوکړې له مخې له افغانستان څخه ووتل.
خو له افغانستان د شوروي ځواکونو له وتلو څه باندې ۳۵ کاله وروسته لا هم افغانستان له سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ دی.