افغانستانخبرونه

د هرات ـ سپین بولدک ریل پټلۍ پروژې برخه کې د پانګونې غوښتنه وشوه

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو ټولګټو چارو زارت وايي، د دغه وزارت د ریل پټلۍ معین د قزاقستان د سوداګرۍ له مرستیال سره په لیدنه کې له دغه هېواده غوښتي، چې د افغانستان – ټرانس پروژې ترڅنګ د هرات – سپین بولدک ریل پټلۍ پروژې په برخه کې هم پانګونه وکړي.

د یاد وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د ریل پټلۍ د پروژو، د کرنیزو او سوداګریزو محصولاتو د لېږد په اړه خبرې اترې کړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې قزاقستان پلاوي د افغانستان امنیتي وضعیت ښه بللی او له همدې امله یې په دغه هېواد کې زیربنایي پروژو برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.

له بلې خوا د دغه وزارت د ریل پټلۍ معین، قزاقستاني شرکتونو ته بلنه ورکړه، ترڅو د افغانستان – ټرانس پروژې تر څنګ د هرات – سپین بولدک ریل پټلۍ پروژې تطبیق په برخه کې هم پانګونه وکړي.

دواړو لورو همدا راز پر دوامداره همکاریو او د افغانستان د اورګاډي د کارکوونکو لپاره د تحصیلي بورسونو پر برابرولو ټینګار وکړ.