خبرونهنړۍ

د اسرائیلو سره د مقابلې په موخه باید اسلامي هېوادونه له یو بل سره خواخوږي ولري

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د ایران ولسمشر وایي، موږ له هیڅ هېواد سره په جګړه کې نه یو، بلکې د خپل هېواد د هویت ساتنه کوو

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان، چې د خرسان شمالي ولایت اوسیدونکو سره یې لیدنه کوله، ټینګار وکړ، چې هیچاته به اجازه ورنکړو چې د ایران حریم ته داخل شي.

د ایران ولسمشر د مسلمانانو ترمېنځ د یووالي او همغږۍ په ضرورت باندې په تاکید سره وویل: که ټول مسلمانان یو له بل سره خواخوږي ولري، اسرائیل به د اسلامي هېوادونو سره هیڅ کله د مقابلې توان ونلري.

هغه زیاته کړه، اسرائیل، یواځې د څو میلیونه نفوس په درلودلو سره، ټول مسلمانان د وژنو کندې ته ور خطا کړي دي.

د ایران ولسمشر وایي، موږ غواړو چې په سیمه او نړۍ کې سوله او امنیت تامین شي او ټول په امنیت او روغتیا کې په ګډه ژوند وکړي.