لوبې

د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ تیسټ لوبه نن پیل شوه

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۶مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ دا پنځه ورځنۍ لوبه د زمبابوې په بلاوایو ښار کې د کابل پر وخت نن غرمه دولس نیمې بجې پیل شوه.

په دې سیالۍ کې زیمبابوې د پچې له ګټلو وروسته خپله توپ وهنه پیل کړې.

افغانستان لخوا په دغه لوبه کې په یوه ورځنیو لوبو کې ښه ځلیدلې پیلیز توپ وهونکو صدیق اتل او عبدالمالک ته هم موقع ورکړل شوې، دغه راز رحمت شاه، حشمت الله شاهدي، عظمت الله عمرزی، افسرځاځی، شاهدالله کمال، الله محمد غضنفر، ضیاءالرحمن، نوید ځدران او ظاهرخان د ۱۱ کسیزې لوبډلې برخه دي.

حشمت الله شاهدي په ننۍ لوبې سره وکولای شول، چې په پنخوس نړیوالو لوبو کې د افغانستان د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کړي.

نوموړي تر دې دمه په ۴۶ یو ورځنیو او ۳ ټېسټ سیالیو کې د افغان لوبډلې مشري کړې او د زمبابوې پر وړاندې روانه لومړۍ ټېسټ لوبه د نوموړي لپاره په ټوله کې ۵۰مه نړیواله لوبه ده چې نوموړی پکې د افغان اتلانو مشري کوي.

د افغانستان لخوا صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزي او غضنفر هغه درې لوبغاړي دي، چې له یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو وروسته، نن په لومړۍ ځل د ټیسټ لوبو سفر هم پیل کړ.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته د دې سفر په ترڅ کې له زیمبابوې د شل اوریزو او یوه ورځنیو لوبو لړۍ ګتلې.

 د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه پنځه ورځنۍ یا ټیسټ لوبه د جدې میاشتې په ۱۳مه نیټه پیل شي.