کابل ټيليګراف (د مرغومي ۷مه – ۱۴۰۳ لمريز)
له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ د پاکستان په هوایي بریدونو کې یې د شل ماشومانو د وژل کېدو خبر تر لاسه کړی.
په سویلي اسیا کې د یونیسیف سیمهيیزې مدیرې سانجي ویجسکرا د دغه برید له امله د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي: ماشومان باید هدف ونه ګرځول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوناما هم پخپل را پور کې په پکتیکا کې د پاکستاني ځواکونو هوایي برید له امله د ماشومانو او میرمنو په ګډون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.
د یادونې وړده، چې دوه ورځې وړاندې په پکتیکا کې د پاکستان هوایي ځواکونو بریدونه وکړل، چې له امله یې ۵۰ زیات کسان مړه او تر څلوېښتو زیات ټپیان شوي.