ناسا فضايي بېړۍ نوی تاریخ جوړ کړ

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۷مه – ۱۴۰۳ لمريز) ناسا فضايي بېړۍ لمر سره نږدې خپل مزل ترسره او په روغې پاتې کېدو سره یې نوی تاریخ جوړ کړ.
دا بېړۍ چې له تیرو څو ورځو راهیسې لمر ته نږدې کېده او ځمکې ته یې سېګنال نه و، لیږلی، نن سهار وخته ساینس پوهانو له پارکر سولر پروب سېګنال تر لاسه کړ.
بي بي سي د ناسا له قوله لیکلي: پارکر سولر پروب فضايي بېړۍ وروسته له هغه چې ۳.۸ میلیونه مایله (۶.۱ میلیون کیلومتر) د سولر له سطحې لرې شوه لا هم خوندي ده او نورمال کار کوي.
د ناسا ویبپاڼه کې راغلي چې دغې فضايي بېړۍ پر ساعت ۶۹۲ زره کیلومتره حرکت کاوه، او تر ۹۸۰ ثانتي ګرادو تودوخه یې زغمله.
دغه اداره وايي، د لمر دا نږدې مطالعه، څېړونکې بېړۍ، پارکر سولر پروب ته اجازه ورکوي، ترڅو پوه شي لمر کې شته ماده څنګه میلیونونو درجې تودوخې ته رسېږي.
د یادونې وړده چې د پارکر سولر پروب فضايي بېړۍ ماموریت په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوی، چې ۲۱ ځله له لمر تېره شوې ده خو د روانې میاشتې ډسمبر ۲۴مه یې تاریخه سفر و. ریکارډ یې مات کړ.
دغه بېړۍ چې په ۱۱،۵ سانتي متره (۴،۵ انچه) ضخامت لرونکي کاربون مرکب پوښ کې ساتل شوې وه، تاکتیک یې دا و چې چټکه ننوځي او چابکه ووځي.