کابل ټيليګراف (د مرغومي ۷مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د روسیي چارواکې وایي، په دغه هېواد کې د افغانستان د داعش خراسان څانګې د غړو په وژلو سره د ترهګریزې پېښې مخنیوی وکړ.
د روسیې امنیتي خدمتونو ادارې نن خبر ورکړ، چې یاد داعش یې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د نیولو پر مهال له مقاومت وروسته ووژل.
یادې ادارې ویلي: د داعش دغه بریدګر چې د منځنۍ اسیا اوسیدونکي وو، په یوه موټر کې یې د پروپان ګاز ډبې ځآی پر ځای کړې وې او وروسته یې د لاسي بمونو جوړولو ته مخه کړې وه.
یادې ادارې نه دې ویلي، چې د داعش یادې ډلې د روسیې په کومه اداره د برید پلان درلود.