کابل ټيليګراف (د مرغومي ۷مه – ۱۴۰۳ لمريز) د پاکستان پوځ وایي، په ۲۰۲۴م کال کې په دغه هېواد کې د ۲۷ افغانانو په ګډون ۹۲۵وسله وال مخالفین او ۳۸۳ پوځي افسران او سرتیري وژل شوي.
د دغه هيواد د پوځ ویاند احمد شریف چودري نن د جمعې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل: په ۲۰۲۴م کال کې نږدې ۶۰ زره عملیات کړي، چې په ترڅ کې د ۲۷ افغانانو په ګډون ۹۲۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۴ نور یې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
نوموړي د دغه عملیاتو پر مهال د خپلو ۳۸۳ پاکستاني سرتیرو او افسرانو د وژل کېدو څخه هم خبر ورکړ.
هغه یو ځل بیا ادعا وکړه، چې په هېواد کې ترهګري له افغانستان څخه سرچینه اخلي، خو طالبانو همېش د پاکستان یاده ادعا رد کړې.