خبرونهنړۍ

د جنوبي کوریا پارلمان دوو اونیو کې دویم ولسمشر هم له دندې رخصت کړ

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۷مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د را پورونو له مخې؛ د جنوبي کوریا پارلمان د دغه هېواد مؤقت ولسمشر هان داک د استیضاح وروسته د رایو په اکثریت سره له واکه لرې کړ.

هان داک دوه اونۍ وړاندې د جنوبي کوریا د پخواني ولسمشر یون سوک یول پر ځای د مؤقت ولسمشر په توګه ټاکل شوی وو.

د یاد هېواد پارلمان د دغه هېواد مالیې وزیر چوی سانګ موک ته دنده ورکړې، ترڅو د لنډ مهال لپاره د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ دنده هم مخې ته یوسي.