خبرونهنړۍ

په ۲۰۲۴ کال کې بېلا بېلو پېښو کې پېښور کې ۶۱۵ تنه وژل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۷مه – ۱۴۰۳ لمريز)

پاکستاني پولیسو ویلي: د روان ۲۰۲۴ کال په بېلا بېلو پېښو کې پېښور کې ۶۱۵ تنه وژل شوي او په دغه ښار کې د قتل، تښتونې، غلا او نورو جرمونو اړوند ۸ زره ۸۱۱ پېښې ثبت شوي.

د راپور له مخې، سږ کال په پېښور ښار کې له ١٤ کلونو کم عمره ٢٧ ماشومان تښتول شوي، چې د پوليسو د اسنادو له مخې د ماشومانو د تښتونې په تور له ٢٦ تورنو کسانو څخه يو هم نه دى نيول شوى.

دغه را پور کې ویل شوي، سږ کال په پېښور کې د لفظي شخړو، زړو دښمنیو، خونړیو غلاوو، د ملکیت پر سر شخړو او نورو قضیو اړوند ۵۵۷ پېښې شوې دي.

پولیس وایي، سږ کال په دغه ښار کې ۶۱۵ کسان وژل شوي، چې په تور یې له ۱۳۸۰ شکمنو کسانو څخه ۷۹۸ تنه نیول شوي او پاتې نور تښتېدلي دي، دغه راز د ښار د پولیسو په بېلا بېلو مرکزونو کې د قتل د هڅې ۸۴۳ دوسیې ثبت شوي دي.

د یادونې وړده، چې دا مهال د کوزې پښتونخوا د پېښور سربېره نورې سیمې هم تر ټولو نا امنه سیمې بلل کیږي.