عجایب
په چین کې د مُردهخانې کارکوونکو لپاره نوي شرايط وضع شوي
کابل ټيليګراف (د مرغومي ۷مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د چین هېواد د شانډونګ ولایت په رشان کې د مرده خانې لپاره د یوه مدیر بست اعلان شوی، خو د استخدام لپاره یې ځانګړي شرایط ښودل شوي.
د دغه دندې لپاره میاشتنۍ تنخوا ۲۲۰۰ یوان یا چیني روپۍ اعلان شوي، خو هغه کسان چې د یاد بست لپاره غوښتنه ولیږي، د مرکې په جریان کې باید کاندید د ۱۰ دقیقو لپاره په سړه خونه کې ودریږي، ترڅو د جسمي او رواني انعطاف او وړتیا وڅیړل شي.
دغه راز به د بست لپاره کاندید 24 ساعته د کار کولو وړتیا ښایي، عمر به یې ۴۵ کاله وي او حد اقل منځنی ښوونځی به یې لوستی وي.
د را پور له مخې؛ هغه کسان چې په یاده ازموینه کې بریالي شي، د ۶ میاشتې ازماېښتي دندې وروسته به ورته د دایمي دندې تضمین ورکړل شي.