کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۸مه – ۱۴۰۳ لمريز)
چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې یې یوه ښځه د غلا په تور په عام محضر کې په دوره وهلې ده.
د سرپرست حکومت سترې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ابتدایي محکمې یوې ښځې ته د غلا په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه میرمن په عام محضر کې ۳۹ دورې وهل شوې، خو د میرمنې د هویت په اړه څه ندي ویل شوې.
د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې طالبانو د میرمنو په ګډون ګڼ شمېر کسان په دورو وهلي دي.