خبرونهنړۍ

سپينه ماڼۍ: د اذربایجان الوتکه د روسیې په توغنديز برید رانسکوره شوې

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۸مه – ۱۴۰۳ لمريز)

سپينې ماڼۍ ادعا کړې، اسناد او شواهد يې تر لاسه کړې چې په قزاقستان کې د اذربایجان يوه مسافر وړونکې الوتکه د روسېې د توغنديز برید له امله رانسکوره شوې ده.

دغه الوتکه درې ورځې وړاندې چې ۷۲ کسان په کې سپاره وو د قزاقستان په اکتایوي هوايي ډګر کې راغورځېدلې، چې د دوو ماشومانو په کې اته ویشت تنه ژغورل شوي او پاتې ټول کسان مړه شوي دي.

تازه د امریکا د متحده ایالتونو حکومت (سپينې ماڼۍ) ادعا کړې، داسې اسناد او شواهد يې تر لاسه کړي چې دغه الوتکه د روسیې په يو توغندیز برید کې په نښه شوې او رانسکوره شوې ده.

سپینې ماڼۍ ويلي: “موږ چمتو یو چې له اذربایجان سره د دغې پېښې په څېړلو کې مرسته وکړو.”

بلخوا د ازربایجان چارواکو ويلي د دغې الوتکې تور بکس تېره ورځ پيدا شوی چې په تحیقات کې به ورسره مرسته وکړي.