کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۸مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د دغه هېواد د تحریک انصاف ګوند مشر چې اوسمهال د حاکم نظام له لوري په اډيالا زندان کې بندي دی، وايي،پر افغانستان د پاکستاني ځواکونو بریدونه او له دغه هېواد څخه په زوره د افغان کډوالو ويستل به د ترهګرۍ د کمولو پرځای نفرت او کرکه لا ډېره کړي.
عمران خان دا څرګندونې په بند کې د پاکستان له يو شمېر خبریالانو او مدافع وکيلانو سره په کتنه کې کړي دي. د نوموړي دا څرګندونې د عمران خان پر اېکس يا پخوانۍ ټويټر پاڼه باندې خپرې شوې دي.
عمران خان څه موده وړاندې او د تېرې اوونۍ هغه بریدونه چې پاکستاني هوايي ځواکونو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې ترسره کړل، يوه ناسمه کړنه بللې او دغو پېښو او د کډوالو په زوره ويستلو چارې ته يې په اشارې سره ويلي چې دغو چارو تر اوسه څه ګټه رسولې او څومره يې ترهګري کمه کړې ده؟