افغانستانخبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د سیاسي لارې پر یوې نقشې ټینګار کړی

کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۸مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه بحث شوی او د افغانستان لپاره یې د سياسي لارې پر يوې نقشې جوړولو ټينګار کړی دی.

د امنیت شورا له لوري پرون په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روانې ډسمبر مياشتې په ۱۲مه يې د افغانستان په اړه بحثونه ترسره کړي دي.

د امنيت شورا غړو هېوادونو دغه راز په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر دوام ټينګار کړی او د بندیزونو لرې کولو په تړاو هم خبرې اترې شوي دي.

د امنیت شورا غړو له طالبانو غوښتي چې، ترهګرۍ سره د مبارزې هڅو د پیاوړتیا لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي. دوی دغه راز د افغانستان لپاره د سیاسي لارې پر یوې نقشې ټینګار کړی او د “امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت” د قانون او طبي انسټیټیوټونو کې یې د نجونو د ښوونیز بهیر ځنډولو په تړاو د وروستۍ پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.