کابل ټيلیګراف (د مرغومي ۸مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د سرپل ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، د څړځايونو پر سر د ځايي خلکو د شخړې له امله ۱۱ کسان ټپيان شوي دي.
په سرپل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند نقیب الله علمیار وايي، دغه پېښه تېره ورځ د مرکز اړوند د سنګ توده، ادرنګ او یاګنده سیمو د اوسېدونکو ترمنځ د جګړې له امله رامنځته شوې ده.
دی وايي، امنيتي کسان سيمې ته رسېدلي ټپيان يې روغتون ته لېږدولي او يو شمېر کسان يې هم نيول يدي.